د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی د ایکو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په اوولسمه ناسته کې د ګډون په موخه اذربایجان هېواد ته ورسېد

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۳
د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی د ایکو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په اوولسمه ناسته کې د ګډون په موخه اذربایجان هېواد ته ورسېد

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو د مشرانو په اوولسمه ناسته کې د ګډون په موخه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۰مه نېټه د اذربایجان هېواد مرکز باکو ښار ته ورسېد. د حیدر علي ییف په نړېوال هوایي ډګر کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي ته د اذربایجان هېواد له لوري تود هرکلی وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۱۴
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
محترم. . .

BACK TO NEWS