د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي، غور، زابل، پکتیکا او فراه) کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحه د بحث له پاره وړاندې شوه. له هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د افغانستان برېښنا شرکت دې د یوې میاشتې په جریان کې یاده طرحه له اړوند شرکت سره په هر اړخیز ډول وڅیړي او خپل راپور دې د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې ته وړاندې کړي. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د مزارشریف د نایب اباد سب سټیشن د پراختیا او لوژستیکي مرکز د جوړولو په تړاو د وړاندې شوې طرحې په اړه د ټولګټو وزارت راپور هم وړاندې شو. له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د ښکېلو ادارو له خوا دې وړاندې شوې طرحه په مقایسوي ډول وارزول شي او پایله دې د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې سره شریکه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS