له تمویلوونکو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۹:۳
له تمویلوونکو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د ملګرو ملتونو، نړیوالو موسسو، تمویلوونکو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو لومړنۍ غونډه جوړه شوه.
غونډه کې له تمویلوونکو سره د افغانستان اسلامي امارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول. دغه لومړیتونه د زېربناوو او تجهیزاتو، ښوونیزو برنامو، پراختیا او ظرفیت لوړونې برخو اړوند دي، چې د افغانانو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ مشخص شوي، څو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ تر ممکنه حده د همدې لومړیتوبونو په چوکاټ کې تنظیم او همغږې شي.
له تمویلوونکو سره د اسلامي امارت د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکول به لومړیتوبونه له منابعو، مرستې به له اړتیاوو او پراختیا به له واقعي پایلو سره منظم او همغږي کړي.
د تمویلوونکو بنسټونو استازو د اسلامي امارت د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکول خورا مهم وبلل او ویې ویل، چې په دې سره به دوی وکولای شي خپل راتلونکي فعالیتونه په ښه ډول منظم او تطبیق کړي.
د یادونې وړ ده چې په راتلونکي کې به د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست له لوري د اسلامي امارت د ۱۳ سکټوري ادارو لومړیتوبونه هم په تدریجي ډول له تمویلوونکو سره شریک شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۱۴
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
محترم. . .

BACK TO NEWS