د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره وکتل

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۰:۴۷
Uzbek

نېټه: د 2021 کال د نومبر 30مه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي، عصمت‌الله ارکاشوف سره وکتل. دغه لیدنه د دواړو لوریو لخوا نن سه‌شنبه په ارګ کې وشوه، چې پکې پر اقتصادي او سیاسي مسایلو خبرې وشوې.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، یوازې بشري مرستې د افغانانو ستونزې نشي حل کولی. که د سیمې هېوادونه او نړیوال غواړي چې افغانان له دغو ستونزو څخه ووځي، نو زموږ د کنګل شوو پیسو پر ازادولو سربېره دې دلته لویې اقتصادي پروژې هم پلي کړي.

ښاغلي برادر له ازیبکستاني لوري څخه وغوښتل، چې د کابل د سقوط پر مهال له افغانستان څخه بېول شوې چورلکې او نظامي وسایل چې د ملت ملکیت دی، باید بېرته د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شي.

 ازبیک لوري وویل، دوی د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه له نړیوالو سره خبرې کوي او دې ته چمتو دي چې په افغانستان کې لویې اقتصادي پروژې پلي کړي. د دغه پلاوي مشر عصمت‌الله ارکاشوف زیاته کړه، دوی به د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د دوی هېواد ته د ورغلو چورلکو او نظامي وسایطو په اړه تصمیم ونیسي.

 ښاغلي ملا برادر اخوند د خپلو خبرو په پای کې وویل، په افغانستان کې اوس د پانګونې لپاره شرایط برابر شوي او د ازبیکستان په ګډون د سیمې هېوادونه باید د اقتصادي پروژو پيل له رسمیت پېژندلو سره ونه تړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

BACK TO NEWS