محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال په توګه  کابینې ته ور وپېژندل شو

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۱:۴۱
introduction

نېټه: د 2022 کال د فبروري 6مه

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال په توګه نن د کابینې غړو، اقتصادي وزارتونو او ټولو مستقلو دولتي شرکتونو ته ور وپېژندل شو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وویل: «د تېر ۲۰ کلن اشغال پر مهال د هیواد د اقتصادي ودې لپاره هېڅ بنسټیز کار نه‌‌ دی شوی او د پراخ فساد له امله یې سخته ضربه لیدلې.» ملاصاحب زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د هیواد د اقتصادي بیارغونې لپاره له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ کار کوي او کوښښ کوي چې نور افغانستان پر خپل ځان بسیا واوسي.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یاده غونډه کې وویل: «د افغانستان اسلامي امارت د ټولو اقتصادي پروژو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې فساد له منځه یوسي.»

 یادې غونډې ته د کانونو او پترولیم وزیر شیخ شهاب‌الدین دلاور وویل: «افغانستان د کانونو له پلوه غني هیواد دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې په ښه ډول دغه کانونه استخراج او د هیواد په اقتصادي بیارغونه کې ترې کار واخلي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS