د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ساتونکي له څو میاشتنیو نظامي زده کړو وروسته فارغ شول

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۵ - ۸:۴۱
۶۵

نېټه: 23 جون، 2022

د رئیس‌الوزراء او ارګ د ساتنې لوی ریاست د نوي تشکیل له مخې، د 1443 ه.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په 23مه نېټه په 313 مرکزي قول اردو کې د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند لسګونه ساتونکي له څو میاشتنیو نظامي زده کړو وروسته فارغ شول.

د دغو کمانډویو ځواکونو د فراغت مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي او ځینو نورو دولتي چارواکو هم ګډون کړی و.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند فارغینو نظامیانو ته په خبرو کې وویل، نن الحمدالله اشغال ختم شوی، دښمن پوره ماتې خوړلې؛ خو په سیاسي او اقتصادي برخو کې لا هم د دښمن دسیسې پای ته نه دي رسېدلې او په هره ممکنه لاره زموږ پر وړاندې خنډونه جوړوي. خو لکه څنګه مو چې د اشغال په مقابل کې سپېڅلې مبارزه وکړه، همداسې به د دغه هېواد د ساتنې او اقتصاد لپاره هم په پوره مېړانه مبارزه کوو او دا کار ستاسې پر مټ شونی دی.

یادو مراسمو کې ښاغلي شیر محمد عباس ستانکزي وویل، هېڅکله یوه ملت ټولې نړۍ ته يه یوازې ځان ماتې نه ده ورکړې، خو دغه کار د اسلامي امارت مجاهدینو وکړ، چې له دې سره نه یوازې د افغانانو، بلکې د نورې اسلامي نړۍ د بېوزلو مسلمانانو سترګې هم ستاسو پر لوري دي. تاسې به په پوره اخلاص او صداقت سره د دغه هېواد او مظلوم ولس د سر او مال ساتنه کوئ.

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ساتونکو ته د مسلکي نظامي ښوونې او روزنې پر مهال د معیاري عسکري نظام او عامه نظم ساتنې اصول، د نظم او ډسپلین په برخه کې د جمنازیوم لارښوونې، د سپکو او درنو وسلو د تطبیقاتو مهارتونه او مانورونه، نښه ویشتنه  او همدارنګه  د تعرض او کمین ترڅنګ یو شمیر نور پوځي تمرینونه هم ورکړل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

BACK TO NEWS