د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د اوبو او انرژۍ په سکتورونو کې د ملي او نړیوالو خصوصي پانګونو د جذب او هڅونې کنفرانس کې ګډون وکړ

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۸:۱۹
87

نېټه: 2022، اګسټ 11مه

الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د اوبو او انرژۍ په سکتورونو کې د ملي او نړیوالو خصوصي پانګونو د جذب او هڅونې کنفرانس کې ګډون وکړ. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دغه کنفرانس ته په وینا کې وویل: موږ ولس ته ډاډ ورکوو چې د کانونو د استخراج، بندونو په جوړولو او نورو برخو کې پانګونه او کارونه ورځ په ورځ زیاتېږي، ښايي په لږ وخت کې افغانستان پر ځان بسیا شي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت ټول مسوولین هڅه کوي   چې په هېواد کې اوسنۍ ستونزې حل شي. الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند له هېواده بهر افغان سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د هېواد په بیارغونه او ځان بسیاینه کې همکاري او پانګونه وکړي. په دغه کار سره یې نه یوازې هېواد او خلکو ته خیر رسېږي، بلکې دوی ته خپله هم ګټه رسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS