د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د مالي ټیکاو د کمېټې شپږمه غونډه د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې ترسره شوه

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۱۵:۴۱
2

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن د افغانستان بانک د مالي ثبات کمیټې شپږمه غونډه کې ګډون او د بانکونو سهمدارانو ته یې وینا وکړه. محترم ملا صاحب په خپلو خبرو کې وویل چې له کلونو وروسته په افغانستان کې امنیت خوندي، اسلامي او افغاني نظام رامنځته شوی، د نظام یوازینۍ هیله داده چې افغانانو ته هوسا ژوند برابر کړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، چې د بانکونو ستونزې باید هوارې شي او په دې برخه کې یې د مالي ثبات کمیټې له غړو وغوښتل چې خپلې سلا مشورې دې ورسره شریکې کړي. محترم ملا صاحب بهر ته تللي د خصوصي بانکونو سهمداران هېواد ته را وبلل؛ هغوی ته یې د هر ډول خوندیتوب ډاډ ورکړ او له بانکي سکتور سره یې د هغوی همغږي او همکاري لازمه وبلله. په پای کې محترم ملا صاحب د مالي ثبات کمیټې غونډه مهمه وبلله او هیله یې وښوده چې د دې غونډو دوام به د هېواد په مالي او بانکي سکتور کې شته ستونزې له منځه یوسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

BACK TO NEWS