د ملي تدارکاتو کمېسیون لومړۍ غونډه د الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۱۷:۵۰
5u2a0387

د ملي تدارکاتو کمېسیون لومړۍ غونډه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. د غونډې په پیل کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او د ملي تدارکاتو کمېسیون رئیس الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند خبرې وکړې او د غونډې له ګډونوالو یې ددې ملي او مهمې پروسې پرمخ بېولو کې د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه. ورپسې د ملي تدارکاتو ریاست د مسوولینو له لوري ددې ریاست په اړه معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شریک شول. د غونډې په بله برخه کې د ۱۳قراردادونو او تدارکاتي موضوعاتو خبرې وشوې. په یادو قراردادونو کې چې د مالیې وزارت، عامې روغتیا وزارت، کابل ښاروالۍ او برېښنا شرکت له لوري ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې شوي وو، د ۷ پروژو قراردادونه د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري منظور، د یوې پروژې قرارداد وځنډول شو او د پاتې ۵ پروژو قراردادونه چې د فسخې غوښتنه یې شوې وه، فسخه شول.  دغه قراردادونه د توکو د خریدارۍ په ګډون د خدماتو او بیارغونې د پروژو وو. د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته هېڅ اداره نه شي کولای د ملي تدارکاتو کمېسیون له منظورۍ پرته خپلې اړوندې پروژې په قرارداد ورکړي. ټولې ادارې مکلفې دي چې د خپلو پروژو قراردادونه د ملي تدارکاتو ریاست له لارې د کمېسیون له منظورۍ وروسته لاسلیک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS