د اسلامي همکاریو سازمان: نړیوالو درک کړې چې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی

نېټه: د 2022 کال مارچ 9مه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي (طارق علي بخیت) سره وکتل او دواړو لورو په افغانستان کې پر بشري مرستو، د ښځو پر تعلیم، امنیت، د فساد پر وړاندې د مبارزې او د زیربنايي پروژو پر پيلولو خبرې وکړې.

محترم ملا صاحب د اسلامي همکاریو له سازمان مننه وکړه، چې په دې وروستیو کې یې په پاکستان کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه رابللې وه او په هغه کې یې له افغانانو سره د بشري مرستو په کولو ټینګار وکړ. محترم ملا صاحب همدارنګه د یاد سازمان له هغې پرېکړې هم هرکلی وکړ، چې له مخې یې تازه په افغانستان کې یاد سازمان خپل سفارت پرانیست او فعالیت يې پيل کړ.

 د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي وویل، نړیوالو اوس دا درک کړې چې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې جدي ګامونه اخیستل شوي او وضعیت ورځ تر بلې په ښه لوري روان دی. نوموړي زیاته کړه، د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته د یو مهم غړي هیواد په توګه ګوري او په نږدې راتلونکي کې به په پاکستان کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان بله غونډه هم راوبولي.

طارق علي زیاته کړه، یاده ناسته به د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سطحه وي، چې پر نورو مهمو موضوعات سربېره به له افغانانو سره د بشري مرستو کولو په موخه د جوړ شوي صندوق پرانیسته هم پکې وشي.

د افغانستان لپاره د یاد سازمان ځانګړي استازي وویل، دوی له اسلامي بانک سره په افغانستان کې د ښځو د تعلیم د ودې په موخه په ګډو پلانونو کار کوي، چې له مخې به یې افغانستان ته ښځینه استادانې رالېږي او دلته به ښځو ته تدریس کوي.