د افغانستان او چین ترمنځ د نوي رامنځته شوي اقتصادي دهلېز په اړه د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت اعلامیه

نېټه: 2022، سپټمبر 23مه

افغانستان له جغرافيايي اړخه په سيمه کې ځانګړی ارزښت لری. افغانستان د منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا تر منځ د يوه پله حيثيت خپل کړی، نو له همدې امله د ګاونډیو او سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې نه یوازې افغانستان ته ارزښت لري بلکې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو لپاره خورا مهمې او ګټورې دي.

د سوداګریزو لارو (سړکونو او رېل پټلۍ) نشتون سبب د دې  شوی ؤو، چې د افغانستان سوداګریزې اړیکې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د حداقل په حالت کې قرار ولري. خو الحمدالله د اشغال پای او د افغانستان اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره له ګاونډیو او سیمې  هېوادونو سره د سوداګریزو لارو پر جوړولو او پراختیا په برخه کې هڅې پیل شوي دي. په دې وروستیو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسؤولین وتوانېدل، چې د افغانستان، اوزبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ نوی اقتصادي دهلېز رامنځ ته کړي.

چې د نوي اقتصادي دهلېز په جوړېدو سره به د افغانستان، اوزبکستان، قرغزستان او چین هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو تبادله زیاته، په لږ مصرف او کم وخت کې به د یادو هېوادونو ترمنځ انتقالیږي. پرون پنجشنبه (وږي ۳۱ مه) د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین هېوادونو ترمنځ د نوي رامنځ ته شوي اقتصادي دهلیز (رېل پټلۍ) له لارې د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه هېواد ته را ورسیده.

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت مشرتابه د یاد اقتصادي دهلېز د ګډون‌کوونکو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ د ادارو له مسؤولینو مننه کوي او د سوداګرۍ او ټرانزيت په برخه کې د دې لویې لاسته راوړنې مبارکي دوی او خپل ملت ته وایي او خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې ان‌شاءالله په نېږدې راتلونکي کې به افغانستان د سیمې په څلور لارې بدل شي.

پر خپلو پښو ولاړ افغانستان په هیله