د ریاست‌الوزراء لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند له ايراني پلاوي سره وکتل

نېټه: د 2021 کال د نومبر 16مه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په چهارچنار ماڼۍ کې د ایران اسلامي جمهوري دولت له لوړپوړي پلاوي سره وکتل او دواړو لورو پر سیاسي، ښوونیزو، اقتصادي، د ولاړو پروژو پر بیا پيلېدو او په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

ایراني پلاوي په افغانستان کې رامنځته شوی وضعیت بې مخینې یاد کړ او زیاته یې کړه، چې له دې وضعیت باید خپله افغانان او د سیمې هیوادونه په ښه ډول ګټه پورته کړي. د ایراني پلاوي مشر حسن کاظمي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې افغانستان دا تېر شل کلونه د امریکا او متحدینو لخوا یې اشغال شوی و او اوس له نېکه‌مرغه د خپلو مالکانو لاس ته ولوېد.

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، چې افغانستان او ایران ډېر تاریخي او کلتوري مشترکات لري او دوی غواړي چې د دغو مشترکاتو پر اساس مخکې لاړ شي. هغه له ایرانه راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې دوی به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د ایران پر ضد کار واخلي او یا هم د یادو هیوادونو اړیکو ته کوم زیان ورسوي.

په یاده ناسته کې دواړو لورو په ایران کې د مېشت افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې او ملا عبدالغني برادر اخوند د افغان کډوالو د کوربه‌توب له امله له ایران مننه وکړه او دواړو لورو د اړیکو پر پياوړتیا ټینګار وکړ.

 افغان لوري ایراني پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د دغه پلاوي مشر حسن کاظمي د اسلامي امارت له ډیپلوماتیکو تشریفاتو مننه وکړه.