د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال د خصوصي سکتور له استازو سره وکتل

نېټه: د 2021 کال د ډسمبر 5مه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د خصوصي سکتور له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. محترم ملا برادر اخوند په افغانستان کې د خصوصي سکتور هڅې وستایې او هغوی ته یې د هر ډول امنیت ډاډ ورکړ. محترم ملاصاحب وویل، د یوه هیواد د اقتصاد دې په پښو درېدو لپاره تر ټولو مهم رول خصوصي سکتور لوبوي او په دغه برخه کې یې کارونه د پام وړ دي.

د خصوصي سکتور استازو د ریاست‌الوزراء له لومړي مرستیال ښاغلي ملا برادر اخوند سره خپلې ستونزې شریکې کړې. د دغه سکتور استازو وویل، د خامو موادو د رانیولو لپاره له بانک څخه د پیسو سخت ایستل، له نړیوالو سوداګریزو مارکېټونو څخه د توکو د رانیولو پر مهال د بانک له لارې د پیسو نه انتقال او د سوداګریزو توکو د واردولو پر مهال په ګمرکونو کې د مالیې ستونزې هغه څه دي چې دوی ته یې خنډونه پيدا کړي.

د خصوصي سکتور د پانګونې خونې اجرائیه غړي خان جان الکوزي وویل، دې ستونزو د دوی پر کاروبار بد اغېز کړی دی، چې له امله یې دوی ته په میلیونونو ډالره تاوان رسېدلی دی. نوموړي وویل، که دا ستونزې حل نشي، لرې نه ده چې د افغانستان خصوصي سکتور به په نږدې راتلونکي کې سقوط وکړي. هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت باید په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي.

محترم ملا برادر اخوند د خصوصي سکتور د ستونزو تر اورېدو وروسته د افغانستان د اسلامي امارت اړوندو ارګانونو ته امر وکړ، چې په یادو برخو کې د خصوصي سکتور ستونزې حل او د ښه تولید او په اوسمهال کې د هیوادوالو د اړتیاوو پوره کولو په موخه دې ورسره لازمه او جدي همکاري وکړي.

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال په داخلې پانګوالو سربېره، له نړیوالو هم وغوښتل چې د افغانستان د اقتصاد دې بیا راپورته کېدو په موخه دې دلته په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه د کانونو د استخراج او د اوبو بندونو په جوړولو کې پانګونه وکړي.

د محترم برادر اخوند په خبره، کانونه او تر ځمکه لاندې ذخیرې که په ښه ډول استخراج او بازار ته وړاندې شي، هم به ورسره ډېرو هیوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او هم به دې پر ځان بسیاینې لپاره یو ښه ګام وي. نوموړي زیاته کړه، افغانستان د کانونو له امله د سیمې په کچه یو غني هیواد چې ډېری کانونه یې تر اوسه په خپل حال پاتې دي او نه دي استخراج شوي.

د ریاست الوزراء لومړي مرستیال ښاغلي ملا برادر اخوند د اوبو بندونو جوړولو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه، که نړیوال  په افغانستان کې د اوبو بندونو په جوړولو کې پانګونه وکړي، له یوې خوا به افغانستان خپله برښنا ولري او له بلې خوا به د هیواد د شاړو دښتو په ابادولو کې د دې کار اغېز بیخي ډېر زیات وي.