د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۸:۲۷
5U2A0010

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.  په دغه لیدنه کې د ریاست‌الوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه هم حضور درلود، چې پکې پر سیاسي او اقتصادي مسایلو او همدارنګه مختلفو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.  محترم ملا صاحب د دغه لیدنې پر مهال ایراني لوري ته وویل چې افغانستان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه بل چا ته دا حق ورکوي، چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله وکړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، له لسیزو جګړو وروسته په افغانستان کې خپلواک واحد نظام رامنځته شوی او د سیمې او په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي. محترم ملا صاحب وویل پکار ده چې د یادو اړیکو د لا پياوړي کېدو په موخه ایران او نور ګاونډي هېوادونه اساسي ګامونه واخلي او بل چا ته دا فرصت په لاس ور نه کړي، چې دغو اړیکو ته زیان ورسوي.  په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي قُمي د خپلو خبرو پر مهال وویل، ایران د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان ښه ګاونډی پاتې شوی او د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره یې هر وخت هڅې کړې دي. ښاغلي قُمي زیاته کړه، تهران علاقمند دی چې له افغانستان سره پر اقتصادي، کرنیزو او صنعتي برخو سربېره د ریل پټلۍ شبکو غځولو کې هم همکاري وکړي. نوموړي وویل، په یادو برخو کې عملاً د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه پر مذاکراتو بوخت دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د نېله باغ هستوګنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۹مه نېټه د نېله باغ هستوګنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه. محترم ملا صاحب د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۶:۹
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۱ میلیارده افغانیو په ارزښت مختلفې پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ؛ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۱ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور کړل. د ملي تدارکاتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۴:۳
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي چارو رئیس معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء عالي مقام د ۴۶۳۱ ګڼې حکم پر اساس، محترم حاجي محمد ابراهیم حکمت د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي چارو د رئیس په توګه د دفتر عمومي رئیس. . .

BACK TO NEWS