د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د سنبلې تر 26مې نېټې 6900 سوالګر راټول شوي

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۷ - ۱۶:۱۱
98

نېټه: 2022، سپټمبر 18مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د وږي/سنبلې میاشتې تر 26مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 6900 سوالګر راټول شوي دي.

د راټولو شوو سوالګرو له جملې 4617 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 1231 مستحقې او 3386 بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي. 579 نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 164 مستحق ګڼل شوي او 415 بیا حرفوي سوالګر دي.

په راټولو شویو 6900 سوالګرو کې بیا 1704 ماشومان دي چې له ډلې یې 911 مستحق، 754 حرفوي او 39 بیا بې سرپرسته ماشومان دي. بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه برابرېږي.

مستحقو سوالګرو ته بیا د افغان سرې میاشتې ټولنې له لوري د نغدي پيسو د ویش لړۍ هم پيل شوې، چې تر دې مهاله یې سلګونو کسانو ته دغه مرستې رسېدلې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS