د ابونصر فراهي بندر د پراختیا لپاره ۴۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کېږي

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۳۲
د ابونصر فراهي بندر د پراختیا لپاره ۴۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کېږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته له اجنډا سره سم د فراه ولایت د ابونصر فراهي بندر د تاسیساتو جوړولو او د موټرونو د تخلیې او بارګیرۍ لپاره د ځمکې د انتقال او د دغه بندر د پراختیا موضوع وړاندې شوه. له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې په ابونصر فراهي بندر کې دې د تخلیې او بارګیرۍ او اړوندو ادارو لپاره ۴۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شي. د کور او ښار جوړولو وزارت دې د دغه بندر د پراختیا نقشه او ډیزاین چمتو او پر ټاکلې نېټه دې اړوندو ادارو ته د تطبیق په موخه وسپاري. همدارنګه مالیې وزارت ته هدایت وشو چې د دغه بندر د پراختیا پروژه د راتلونکي مالي کال په بودیجه کې د اړوندو وزارتونو له سهم څخه په پام کې ونیسي.

همدارنګه په دې غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري د غزني ولایت په مرکز کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر ځمکه د سړې خونې او جوسو کارخونې جوړولو پر طرحه هم بحث وشو. له هراړخیز بحث وروسته یاده طرحه تایید شوه. د دې طرحې له مخې په ۳۵ جریبه ځمکه د ۵۰۰۰ ټنه په ظرفیت سړه خونه او همدا راز د جوسو کارخونه جوړېږي، چې ۱۴۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کېږي.

یاد تصامیم د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب دفتر ته واستول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۱۴
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

BACK TO NEWS