د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۸:۲۶
5U2A0192

د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کانونو د ساتنې په موخه جوړه شوې کړنلاره تایید شوه او کانونو وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو د عامه ساتنې ملي تصدۍ سره د اختلافي ټکو د حل په موخه ناسته وکړي. د عامه ساتنې ملي تصدي به په ټول هېواد کې د کانونو د ساتنې په موخه ځانګړې شوې قطعه لا پیاوړې او منظمه کړي، چې له مخې به یې د غیر قانوني او خپلسرو کیندنو مخنیوی وشي. د اقتصادي کمېسیون په ناسته کې پرېکړه وشوه چې ارزګان ولایت ته د برېښنا رسولو په موخه دې د اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت له لوري ترتیب شوی راپور، د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام دفتر ته واستول شي او د هدایت مطابق دې بیا اقدام وشي.  د اقتصادي کمېسیون په یاده غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت، د ارزاقو دولتي شرکت او کابل ښاروالۍ څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ په ساحه کې د مېوو او سبزیو مارکېټ لپاره له ښاري اصولو سره سمه طرحه جوړه او د منظورۍ په موخه یې د اقتصادي کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي. د غونډې په پای کې په ساختماني پروژو کې د غوري او جبل السراج سیمنټو کارولو په اړه د اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون د ټولګټو، د کلیو بیارغونې او پراختیا، کور او ښار جوړولو وزارتونو او همدارنګه د ملي پراختیا شرکت او د سټنډرډ ملي ادارې څخه جوړې شوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د غوري او جبل السراج سیمنټو د کیفیت ټیسټونه بیاځلې ترسره او خپل راپور په پنځو اونیو کې اقتصادي کمېسیون ته د نهایي تصمیم نیونې په موخه راوليږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS